بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي شوې او ٣٠ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.