بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.