بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۱۴ ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یاد ولایت د ۱۴ ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د نهر شاهي او کُشندې ولسوالۍ ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د کُشندې ولسوالۍ لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د مرکزي آسیا اتلولي سیالیو کې د افغان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د اتلولي ګټلو په ویاړ پیل شوي دي.