بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.
د يادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سيالې جوره رئيس لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ د واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
