بلخ ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزکي ورزشونو UFC سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
