بلخ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۹
بلخ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند حاجي مقيم بای لوبغالي کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې درې اخراولاق ترسره شول، چې لومړی آخراولاق مصطفی پهلوان، دويم آخراولاق علم پهلوان او درېيم اخراولاق کفايت الله پهلوان تر حلالې دایرې ورسوه او د ډالیو گټونکي شول.

دا سيالۍ راتلونکو ملي لوبو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتو والي او د دې ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د شمال ختیځ زون په کچه د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۷
Background image

زابل کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۵
Background image

.هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ اړوند خلچ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS