بلخ کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې صفت الله سمنګاني پهلوان او مصطفی پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
