بلخ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د بلخ ولسوالۍ په چهارباغ کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې رئيس سيد علم لوبډلې خپلې سيالې چهاربولک ځوانانو لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ واليبال لوبې ته د ځوانانو هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
