بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۱۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول وو.