بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۵۳
بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۴۱
Background image

خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې شل ورځې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۳۹
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په نوي کوټ سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

BACK TO NEWS