بلخ کې ۲۵ تنو لامبو وهونکو ته د لامبو وهلو سيمينار ترسره شو

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د لامبو وهلو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ۲۵ تنو لامبو وهونکو ته د لامبو وهلو سيمينار ترسره شو.
دغه سيمينار د لامبو وهونکو د ابتدايي مهارتونو او د پوهې د لا لوړوالي په موخه په عملي او نظري ډول ترسره شو.
د سيمينار په پای کې د بلخ ورزشي رياست له لوري ګډون کوونکو لامبو وهونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.