تخار؛ چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حم.اس لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ح.م.اس لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې پیکان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ح.م.اس لوبډلې د والیبال میدان د پرانیستې په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.