تخار کې د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۵
تخار کې د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې وحدت لوبډلې خپلې سيالې بسيج ملي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۶
Background image

د غمرازۍ پېغام

په ډېر خواشینۍ سره بیانوو، چې د هوایي ورزشونو د فدراسیون رئیس نوید پوپل نن په بامیان ولایت کې د تمریناتو پر مهال را لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولايتونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس ۱۹م. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۴۰
Background image

میدان چمتو دی!

د افغانستان پهلواني غوره لیګ لومړی پړاو سیالۍ به نن همدلته پیل شي.

🕕 پرانیستغونډه: نن مازدیګر ۶:۰۰ بجې.

تاسو کولی شئ، چې دغه په زړه پورې او له شور ډکې سیالۍ له نږدې او هم د آریانا. . .

BACK TO NEWS