جوزجان؛ خم اب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خم اب ولسوالۍ د بوساغه پایین کلي کې د ۳۰ جوړو ترمنځ د پهلواني سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ جوړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
