جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مولدالدين سيلماني خپل سیال مسيح ته د ۴/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل و، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
