جوزجان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۹:۲۱
جوزجان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې عید محله لوبډلې خپلې سیالې یاران شاه طاهر لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS