جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې د تک فايټ په ډول ترسره شوې، په پايله ۶۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو ډالۍ ورکړل شوې.