جوزجان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د جوزجان ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۱۴
جوزجان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د جوزجان ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یووالي جام په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې د جوزجان ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې جوزجان ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې کینګ اسپورت لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د فوټسال لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS