خبرتیا!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۷:۳۶
خبرتیا!

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د ملی لوبډلو د عصریې وېش د چهارشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٩مه نېټه، سهار ١٠:٠٠ بجې د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست کې ترسره کېږي.

د یادو ولایتونو د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د چهارشنبې په ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٩مه نېټه د سهار په ١٠:٠٠ بجو د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره دی.

درنښت

د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS