خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۲۷
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند ورزې کلي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د "يووالي جام" په نوم د واليبال سيالۍ د دلپوريو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه کې دلپوريو الف لوبډلې خپلې سيالې مټا خان لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۸ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS