خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په سني سرخ کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مندوزيو الف او سيف الله لوبډلو ترمنځ د وخت د کمښت له امله ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۴۵ ورځې دوام وکړي.