خوست؛ مرکز متون ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د متون درګوټیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۷
خوست؛ مرکز متون ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د متون درګوټیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري او د NCA په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د متون درګوټیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې متون درګوټیو لوبډلې د ۳۱ پر ۲۶ نمرو په توپیر خپلې سیالې کاروان سرای لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغو سیالیو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام لوبډلو ته کپونه او غوره ورزش کارانو ته ورزشي توکي د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پيل شوې

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو مقدماتي سيالۍ پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د ګيلان ولسوالۍ په غوندي کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS