خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۵۰
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د علیشېرو للمۍ او غرغښت اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علیشېرو للمۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٩ منډو هدف وټاکه. غرغښت اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زیان ١٣٥ منډې وکړې او د ٢٣ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۰
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS