خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د واليبال ليگ پای ته ورسېد
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځنېخېلو سيمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د حجريم ځوانانو واليبال ليگ سيالۍ د ناصر پوهان خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ناصر پوهان خصوصي ښوونځي او حجريم ځوانانو لوبډلو ترمنځ د وخت د کمښت له امله يو ميدان ترسره شوه، چې په پايله کې ۲۰-۱۸ امتيازونو په توپير د ناصر پوهان خصوصي ښوونځي لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
