خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې الفت کلب لوبډلې خپلې سیالې مسرور کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د ليګ په شکل ترسره شوې او دوه مياشتې يې دوام وکړ.
