خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵۵
خوست؛ په باک ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د باک ولسوالۍ د شمل خېلو په سیمه کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ څلورم پړاو سيالۍ، چې دوې میاشتې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د يعقوبيو خپلواک او مرکز فيضان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د فيضان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې په ټاکلو نهو اورونو کې داتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د يعقوبيو خپلواک لوبډلې په نهو اورونو کې يې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپیر سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، د دغو سياليو په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يوه عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۰
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو په پای کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

کندز کې د ۶۰ ورزشکارانوترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز کې له څلورو کلبونو او دوو ګروپونو کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې له الف ګروپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۵۶
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډ‌لو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ د ننګرهار کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS