خوست؛ په باک ولسوالۍ کې له نشه یي موادو سره د مبازې جام سیالیو دوام
د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې له نشه یي موادو سره د مبازې جام سیالۍ، چې د خوست ولایت په کچه پکې ۴۰ښتو لوبډلو کډون کړی لا هم دوام لري.
یادې سیالۍ د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري له نشه یي موادو سره د مبارزې جام تر نامه لاندې پیل شوې او څو اونۍ به دوام وکړي.
د دغه سیالیو په دوام د یعقوبیو افسرخان او ترېزیو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې په پایله کې د افسر خان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
