خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بدلون ستارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بدلون سټارز لوبډلې له خپل ۱۵۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۱ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سلیم ریحان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
