خوست: لکڼ منتخبې لوبډلې د کرکټ شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۳:۵۴
خوست: لکڼ منتخبې لوبډلې د کرکټ شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شهید رحمت ولي مسرور په نوم د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو په کچه د کرکټ شل اوریزه سیالیو اتلولي د لکڼ منتخبې لوبډلې خپله کړه.

د دې سياليو پایلوبه د لکڼو او متون منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لکڼو منتخبې لوبډلې په زړه پورې لوبې وروسته مرکز متون لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

متون منتخبې لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې په ۱۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، د انځرګل نیازي ۵۱ او فریدالله ۳۸ منډو پرمټ ۱۳۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف کېښود.

لکڼ لوبډلې ته په توپ اچوونه کې عمر محمدي درې او بختورخان دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په ځوابي لوبه کې لکڼو منتخبې لوبډلې د سیالۍ وروستي اور کې ټاکلی هدف ترلاسه او لوبه یې د پنځو ویکټو په توپیر خپله کړه.

دوی ته په توپ وهنه کې احسان لکڼوال ۳۸، حضرت الله ۳۳ او ولي الرحمن ۳۸* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د متون منتخبې لوبډلې له پاره په توپ اچوونه کې خالدخان او ثاقب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ دغو سياليو غوره لوبغاړی عمر محمدي غوره توپ اچوونکی نسیم ګربز او همداراز غوره توپ وهونکی بيا لطیف الدین رنځور ونومول شول.

د یادو سیالیو موخه کلو او بانډو ته د مسلکي کرکټ لېږد او دودولو ترڅنګ د ځوانو استعدادونو موندنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS