خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۰
خوست کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په شيخ امیر سیمه کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کنډیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ګربز سرحدي او کنډیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کنډیو لوبډلې د ٤/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۸
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د "غوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۵
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۱
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په هزار طوقي کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS