خوست کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د پاورلفټينگ سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۳:۳۱
خوست کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د پاورلفټينگ سيالۍ وشوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د پاورلفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبريو يعقوبو ولسوالۍ اړوند افغان اتلانو جيم کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د لومړي ځل لپاره د پاورلفټينگ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په ترتيب سره نورالله، سليم، عمران الدین او عزيز لومړي مقامونه خپل کړ.

دا سيالۍ پاورلفټينگ ورزش ته د ودې ورکولو او په ليرې پرتو سيمو کې د ياد ورزش دودولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS