خوست کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې له شپږو کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دېرشم پړاو سیالۍ د سنګین کلب په اتلولي پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ په کیوکوشین کان او سوکیوکوشین سبکونو کې ترسره شوې، چې په پای کې سنګین کلب د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، شریف کلب د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او فایټر افغان کلب د اوو نمرو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د کراټې راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو د چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
