دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې الوک لوبډلې د ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او چبراسګ لوبډلې د ۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
