دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲
دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د یاد ولایت د پوهنتون محصلینو او اداري کار کوونکو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اداري کارمندانو لوبډلې خپلې سیالې د بیولوژي پوهنځي اتحاد لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د محصلینو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۴
Background image

غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په کاسي کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ سیالۍ پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په اریق باطر کلي کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۰
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په ریګروان سیمه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې.. . .

BACK TO NEWS