دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۳
دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ستارګان چرخ لوبډلې خپلې سیالې وحدت نالج لوبډلې ته د ۷/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالي ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کندز مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS