دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۳۸
دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتلان تمران لوبډلې خپلې سیالې پیروزي ورکک لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتحاد مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې؛ د تنګي سټار لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS