دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د ګیتي ولسوالۍ په تمران سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د (فردای بهتر) په نوم د والیبال سیالۍ د تمران لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د تمران لېسې او افتخار ګیتي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې یې تمران لېسې لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د غوه ورزشکارانو د موندلو، ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.