د افغانستان د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د Dialogue Action بنسټ له مشر سره ولیدل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۹ - ۲۲:۲۶
د افغانستان د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د Dialogue Action بنسټ له مشر سره ولیدل

د افغانستان د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د Dialogue Action بنسټ له مشر جولیان وینبیرګ سره ولیدل.

په دې ناسته کې، حافظ احمد جان ځدراڼ د افغانستان د ورزش وروستیو بریاوو او د رهبري د ژمنتیا پر اړه تفصیلي خبرې وکړې او هم یې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د سرتاسري امن له برکته د ورزش پرمختګ ته خورا ښه فرصت رامنځته شوی دی.

جوليان د افغانستان وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې او بریاوې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې پر ستونزو باوجود په افغانستان کې ورزش وده کړې ده، همدارنګه جولیان د ملاتړ ژمنه وکړه او وې ویل، چې د افغانستان سپورټي لاسته راوړنې به له نړیوالو ورزشي ټولنو سره شریکې کړي؛ ترڅو د افغان ورزشکارانو پرمختګ ته د نړیوالو توجه نوره هم راجلب شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۵
Background image

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!


#اعلامیه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۳
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه. . .

BACK TO NEWS