د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوه او د ویسټ اینډیز او انګلیستان کرېکټ پیاوړې لوبډلې یې شاته کړې.
دا د افغانستان د کرېکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله په دغه فارمټ کې اووم مقام ته ځان رسوي.
د یادونې وړ ده، چې د کرېکټ نړۍواله شورا هر کال په بېلابیلو فارمټونو کې د لوبډلو او لوبغاړو د تېرو کارکردګیو پر بنسټ درجه بندي کوي.