د بامیان مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې شاه مردان لوبډلې خپلې سیالې عقابان فریدون لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
