د رستمي غېږنيوونې دوه پياوړي ورزشکاران په نړيواليو سياليو کې د ګډون په موخه روسيې ته راوان شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۸:۵۵
د رستمي غېږنيوونې دوه پياوړي ورزشکاران په نړيواليو سياليو کې د ګډون په موخه روسيې ته راوان شول

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کورش فدراسيون د رستمي غېږ نيونې دوو پياوړو لوبغاړو، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ سره تر مخه ښې وروسته د رستمي غېږ نيونې په‌ نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د روسيې هيواد قازان ښار ته ته روان شول.

په‌ همدې موخه په‌ جورو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد‌ جان ځدران، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئيس داد محمد پاینده اختري او د کورش ملي فدراسيون ريئس سيد محمود ضيا دشتي ګډون کړی و.

په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: هیله من یم چې په راتلونکو سیالیو کې د تېر په څېر ښې لاسته راوړنې ولرئ او یو ځل په دغو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړلی شئ.

تمه ده چې دغه سیالۍ به د جون مياشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټه د روسیې هیواد په قازان ښار کې ترسره شي، چې د افغانستان په ګډون به پکې له ۵۰ د زیاتو هیوادونو ورزشکاران ګډون وکړي.

په یادو سیالیو کې به له افغانستان څخه نسيم شاه سخي زاده په ۹۵ کيلو وزن او همايون هجرت په ۶۸ کيلو وزن کې سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS