د سرپل مرکز کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې فولاد چابک لوبډلې خپلې سیالې بلوچ کلب لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې د سرپل ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
