د غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۱۸
د غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې خواجه علي صاحب لوبډلې خپلې سیالې مولا علي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۹
Background image

سمنگان؛ ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې. . .

BACK TO NEWS