د فوټبال ملي لوبډلې پاکستان ته سیالي بایلوده

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۱
د فوټبال ملي لوبډلې پاکستان ته سیالي بایلوده

د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ څلور اړخیزه فوټبال سیالیو کې پاکستان ته د ٢ - صفر ګولونو په توپیر لوبه بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دې وړاندي په يادو سياليو کې دوه لوبې ترسره کړې وې، چې لومړۍ لوبه يي له کوربه مالدیف لوبډلې ګټلې وه او دویمه لوبه يي د بنګله‌دېش لوبډلې سره مساوي کړې وه.

په یادې پایلې سره که چیرته مالدیف لوبډله په خپله راتلونکې لوبه کې بنګلادېش سره لوبه مساوي کړي او یا يې ماته کړي، نو افغان لوبډله به د دغو سیالیو پایلوبې ته ولاړه شي.

دغه سیالۍ د مالدیف هېواد په کوربه‌توب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو الف لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS