د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۲۲
د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هيواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هيوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم وکتل.

د نوموړيو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هيوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي. د (( راتلونکي نسل ورزشونو)) سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي. د يادو ورزشونو په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.

پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې ورزش د دې لپاره دی، چې د هيوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

د يادو مراسمو په څنډو کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هيواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره وکتل. په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۶
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ اړوند پېرکوټي سيمه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

BACK TO NEWS