د ورزش ادارې رهبري په افغانستان کې د قطر له سفیر سره وکتل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په افغانستان کې د قطر له سفیر " ډاکټر مردف علي القاشوطي " سره ولیدل او پر ورزشي مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي احمد الله وثیق د افغانستان وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې بیان کړې او د ورزشي اړیکو پر اړتیا او پراختیا يې هم خپل نظر څرګند کړ. همدا ډول ښاغلي وثیق قطر د افغانستان نږدې همکار یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې د افغانستان او قطر ورزشي اړیکې ډېرې او پراخې شي.
د قطر سفیر د افغانستان د ورزش ادارې د رهبري له لیدنې خوښي څرګنده کړه او په خبرو کې یې وویل، چې قطر له افغانستان سره د ورزش په شمول په ټولو برخو کې ښې او پیاوړې اړیکې غواړي.
