د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۳
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د سرې مياشتې، د مساجدو د شورا رئیس او د اندونيزيا د جمهور رئیس پخواني مرستيال محمد يوسف کالا سره وليدل، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ هم شتون درلود.

ښاغلي محمد یوسف کالا د هیواد د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د افغانستان فوټسال لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ورزش په وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د ښه امنيت تعريف وکړ، همداراز یې زیاته کړه چې دوه کاله وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و له هغه سفره ډېرې ښې خاطرې لري او بیا هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

ښاغلي محمد یوسف په خپلو خبرو کې وویل، چې دی به د اندونیزیا د سپورټ له وزارت سره خبرې وکړي، چې د افغانستان او اندونیریا ورزشي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

په پای کې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق د نوموړي له ښه نېت څخه مننه وکړه او د افغانستان د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو پر اړه یې معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS