د ووشو افغان ورزشکار شهزاده صافي اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال په خپل نوم کړ
د ووشو افغان ورزشکار شهزاده صافي د شانګهای سازمان اسیایي سیالیو کې په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې پرلپسې قزاقستاني او هانکانګي سیالان مات کړل او د سپینو زرو مډال یې په خپل نوم کړ.
دغه ورزشکار به د سرو زرو مډال پر سر نن له چیني سیال سره لوبه وکړي.
یادې سیالۍ د چین په کوربه توب د ۱۸ هېوادونو په ګډون در روانې میلادي میاشتې پر ۲۶مه پیل شوي او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولي شپږ ورزشکاران ګډون پکې لري.
