د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې بایلوده

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۲۱:۲۹
د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله څلورمه لوبه د کویټ پر وړاندې د ۵۰ – ۶۰ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه دوه لومړۍ لوبې له نیوریلنډ او هند څخه ګټلي او په ورستیو دوه سیالیو کې یې د عراق او کویټ پر وړاندې ماته منلې ده.

دغه لوبډله به خپله وروستۍ لوبه کې راتلونکې جمعه(د لړم پر ۲۳مه) د فلیپین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌ توب په پلازمېنه بنکوک ښار کې د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې دوام کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۶
Background image

د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ ډاکار المپيکي سياليو په لړ کې د خپلې دویمې سیالۍ د ترسراوي په موخه سبا (چهارشنبه د نومبر ٤مه) د ارجنټاین پر وړاندې د سيالۍ ډګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

زابل؛ ميزانه ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې له درېيو ولسواليو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ییزې آزادې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS