د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سياليو په درېيمه ورځ درې سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۰
د يما پطرول افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سياليو په درېيمه ورځ درې سیالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول افغانستان ليگ اووم پړاو سياليو درېيمه ورځ د سرپل، بلخ او تخار لوبډلو په برياوو پای ته ورسېده.

د يادو سياليو په اوومه لوبه کې سرپل لوبډلې خپلې سيالې پنجشېر لوبډلې ته د ۱۳ پر ۱ امتيازونو په توپير، اتمه لوبه کې بلخ لوبډلې سيالې فارياب لوبډلې ته د ۵ پر ۱ امتيازونو په توپير او نهمه لوبه کې بيا تخار لوبډلې خپلې سيالې باميان لوبډلې ته د ۱۲ پر ۱ امتيازونو په توپير سره ماتې ورکړې او بریاوې يې خپلې کړې.

د ويلو ده، چې د يما پطرول؛ افغانستان وزلوبې ليگ اووم پړاو سيالۍ به د بهرنيو لوبغاړو په گډون د کندز، فارياب، بلخ، بدخشان، تخار، باميان، سرپل، پنجشير، سمنگان، بغلان او هرات لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې نهه ورځې به نور هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS